زمونږ په هکله

زمونږ په هکله:

د افغانستان معلوماتی مرکز شعار ( ملت جوړونه د اطلاعاتو دشریکولو له لاری) دي. د مرکز اصلی هدف څیړونکو، محصلینو، پوهنتونونو، زده کوونکو او عامو خلکو ته د افغانستان په اړه څیړنیزو او معلوماتی سرچینو ته لاسرسی پیداکولو زمینه برابرول دی.‍

پورتنی هدف د ترتیب شوو اسنادو په راټولولو، د هغو لړلیکنه، او د 190000 څخه زیاتو کتابونو، مجلو، اخبارونو، راپورونو، د افغانستان په هکله لیکنو او د ویب سایټ له لاری د هغو په آنلاین نشرولو سره ترسره شوی دی. دغه سرچینی د انترنت له لاری د ټولو خلکو په لاسرسي دی.

د پروژی شرح

د مرکز هدف د دی پروژی څخه د افغانستان د معاصرو قوانینو د ډیجیټال کتابخانی جوړول دی. یاد مرکز د هغو قوانینو د مجموعی او مقررو څخه چی په رسمی جریده کی خپاره شوی د افغانستان د قوانینو او حقوقی اسنادو یوه جامع او کامله مجموعه د ډیجیټال کتابخانی په بڼه جوړوی.

پورته اسناد به ټول مسلکی ډل بندی، لړ لیکنه او ډیجیټال شی، او په آنلاین بڼه به د علاقه لرونکو په اختیار کی ورکول کیږی. له دی سرچینو څخه ګټه اخستنه څیړونکو، ملی او نړیوالو ګټه اخستونکو، قانونی مراجعو، د دفاع وکیلانو، قاضیانو، حقوقی مشاورینو، د ستری محکمی وکیلانو، د پوهنتونونو محصلینو، معلمانو او عامو خلکو ته آزاد دی.

اوس دا پروژه شروع شویده. هغه رسمی جریدی چی تر اوسه نشر شوی را ټولی شوی دی. ټول را جمع شوی قوانین په دری برخو ویشل شوی او له دری اړخونو علمی، د مراتبو د سلسلی او سکتور لمخی یی ډل بندی شوی دی. قوانین په پښتو او دری ژبو ټایپ او د کیفیت له نظره څیړل شوی.

دا قوانین د هغی کمیټی د تأیید څخه وروسته چی د پوهنتون د استادانو او حقوقی سکتور د پوهانو څخه جوړه شوی، په وړیا توګه د ګټه اخستونکو په لاسرسي کی ورکول کیږی.

په ویب سایټ که د قوانینو لټون ډیر ساده دي. دا قوانین په دری برخو ویشل شوی دی او د دغی موضوعی ډل بندی له مخی لټونکي کولی شی چی خپل د خوښی قانون ترلاسه کړی.

بر سیره پر دی ټول قانونی – حقوقی متنونه په پښتو ، فارسی او انګلیسی ژبو د لټون وړ دی. د افغانستان د قوانینو تاریخ هم په خلص او جامع ډول په نوموړی ډیټابیس کی د څیړونکو او ګټه اخستونکی د کمک د پاره شتون لری.

د لازیاتو معلوماتو لپاره.

سریزه

له هغه وخته چی انسان انفرادی ژوند سره مخه ښه وکړه او ټولنیز ژوند ته یی مخه کړه نو نور دهغه د ژوندانه د ماهیت خلاف وو چی پرته د یو لړ ټولنیزو تنظیم کوونکو قواعدو خپل ژوندانه ته ادامه او سمبالښت ورکړی.

دغو ( دینی . اخلاقی . عرفی او حقوقی ) قواعدو د انسان د ژوند د تکامل لپاره مختلف پړاوونه وهلی دی. او هری ټولنی ( داعتقادی ، اخلاقی، ټولنیز،اقتصادی او جغرافیایی ) مختلفو عناصرو په پام کی نیولو سره د ټولنیز ژوند د تنظیم لپاره قواعد وضع کړی دی چی له دی جملی یوله همدغو مرحلو څخه انسانانو خپلو اړتیاوو او ضرورتونو ته په کتو سره په دولت جوړولو باندی لاس پوری کړ. نورنو دا د دولت د ماهیت سره په ټکر کی و چی د یولړ حقوقی قواعدو بغیر چی قانون نومیږی، ټولنیز ژوندانه ته ادامه ورکړی.

پدی بدلونونو کی زموږ په ګران هیواد کې هم مختلف دولتونو سخت اومروړلی (پیچلی) پړاونو سره سره مختلف پړاوونه وهلی دی.

خو د منظمی قانون جوړونی له دوری (عمر) څخه تقریباً یوه پیړی تیریږی یعنی پدی مانا چی افغانستان د ۱۲۹۸ هجری لمریز کال خپلواکۍ لاس ته راوړلو څخه وروسته قوانین وضع او نافذ کړل شول. چی کولای شو دا بهیر په دری برخو کی وڅیړو.

لومړي: دنظامنامو مرحله: دامرحله د ۱۲۹۸ هـ ش څخه شروع او تر ۱۳۰۷ کال پوری ادامه درلودله. (امانی عصر)

دوهم: داصولنامو مرحله: دا مرحله در ۱۳۰۸ هـ ش څخه شروع ترکال ۱۳۴۲ کال پوری .

دریم: د رسمی جریدی مرحله: دامرحله د ۱۳۴۲ کال څخه شروع تر نن پوری.

دریمه مرحله په افغانستان کی له څو اړخونو توپیرلری.

۱ـ د لومړی ځل لپاره د قانون کلمه زموږ دهیواد ملی حقوقی فرهنګ کی په رسمیت وپیژندل شوه.

۲ـ په دی مرحله کی رسمی جریدی د رسمی تقنینی نشراتی ارګان په توګه رسمیت پیداکړ او دامرحله د لومړی قانون «رسمی جریده» په نوم چی په پنځو مادو کی نافذ وو شروع شوه. ددی قانون پربنسټ په رسمی جریده کی ټول تقنینی اسناد او نور عدلی ، اداری او قضایی اسناد چی الزامی اړخ درلوده پکی خپریدل او ټولو خلکو ته به له همدی لاری رسول کیدل. هغه اسناد چی پدی مرحله کی رسمی جریدی خپرول د لاندی مواردو څخه عبارت دی. د پادشاه فرمانونه ، قوانین، تعلیمنامی ، لوایح ، اساسنامی او دهغو تعدیلات او ضمیمی ، د وزیرانو دلوړ مجلس تصویبونه ، نړیوال مقاولات، معاهدی او هوکړه لیکونه، رسمی اعلامی ، د محاکمو اعلانات، مالی چارو او امتیازاتو او انحصار اړوند مقاولات خپریدل.

۳ـ پدی مرحله کی د تقنینی سندونو د مراتبو سلسله د ملی اونړیوالو معیارونو سره سمه په پام کی ونیول شوه. چی د مقرری له مخی دتقنینی اسنادو چمتو کولو طریقه او د مرحلو طی کولو کی دا تقنینی اسناد شامل دی. قانون ، تقنینی فرمانونه ، نړیوال معاهدات، مقرری او اساسنامی دی چی پورتنی ټول اسناد د ذیصلاح مراجعو د یولړ مرحلو د طی کولو څخه وروسته په رسمی جریده کی خپریږی چی د تصویب او توشیح مراجعو له نظره د یولړ ځانګړو رابطو درلودونکی دی.

له بل طرفه د خوښی ځای دی چی ټول اسناد او قوانین د خپلواکی څخه تر نن ورځی پوری زموږ لپاره د لاس رسی وړ دی . د دوی څخه د لومړی ګڼی رسمی جریده چی په ۱۶ حوت ۱۳۴۲ هـ ش کی خپره شوی په مکمل ډول موجود دی خود هغه څخه استفاده کول یو ستونزمن کار دی له همدی کبله وو چی د رسمی جریدی ګڼی له اول څخه تر پای پوری څو ډوله ډلبندی شوی دی.

ـ دعلمی نظره ‌ډلبندی (ویشنه) چی عصری حقوقی نظامونو کی شتون لری (چی افغانستان یی هم پیرو دی).

ـ د تقنینی سندونو سکتورونو اړوند قوانینو ویشنه کوم چی تقنینی سکتور پوری تړاولری.

ـ د تقنینی سندونو د مراتبو سلسلی په پام کی نیولو سره ویشنه.

له بلی خوا درسمی جریدی ټول جراید په اړونده ویب سایټ که ځای پر ځای شوی دی. چی څیړونکی او علاقه مندان کولی شی د اړتیا په وخت کی هغه مطالعه او څیړنه پری ترسره کړی.

د یادونی وړ ده چی درسمی جرایدو ټول مواد د هیواد په دواړو رسمی ژبو باندی خپاره شوی دی او خلکو ته وړاندی شوی ترڅو تری ګټه واخلی. نو هیله ده چی دغه رسمی جریدی په انګلیسی ژبه باندی هم وژباړل شی تر څو علاقه مندان ګټه تری پورته کړی او دغه ویشنی چی پورته تری یادونه وشوه د څیړونکو په واک کی ورکړل شی.

په پای کی له ټولو همکارانو او په کابل پوهنتون کی د افغانستان د معلوماتو مرکز ته چی دغه اړتیا یی په بریالیتوب سره ترسره کړی ده مبارکی ورته وایم او د زړه له کومی تری منندوئی کوم.

په خورا درنښت او د عدالت د تأمین په هیله

پوهاند نصرالله «ستانکزی»

د افغانستان د معاصرو قوانینو د ډیجیټل جو‌ړونی پروژی سلاکار